کورپاڼه / روغتيا / د شپې لخوا مویز یا کشمش په اوبو کې واچوئ او سهار یې وڅښئ

د شپې لخوا مویز یا کشمش په اوبو کې واچوئ او سهار یې وڅښئ

که چېرته په ورځني ډول د کشمش یا مویزو له ګټو خبر شو، ښایي په ډېره لوړه بیه یې واخلو. د (بولډ سکایي) ویبپاڼې د کشمش یا مویزو ځینې داسې حیرانوونکي ګټې بیان کړي، چې هغه د روغتیاپالانو لخوا هم منل شوي.

۱- د کشمش استعمال غاښونه قوي کوي او غاښونه له چینجن کېدو هم ساتي. دغه راز د غاښونو سپینوالی ساتي او ښکلا ورکوي.

۲- د کشمش استعمال د انسان پوستکی تازه ساتي، د زړښت او ګونځو مخه نیسي، پوستکی ځوان ساتي او د وینې جریان ښه کوي.

۳- کشمش په ویټامین سي بډایه دي او یو داسې کیمیاوي بوټانیک ماده لري چې پوستکي د لمر له زیان رسوونکو اغیزو څخه ساتي، په کشمش کې ویټامین سي پوستکي روښانه او نرموي.

۴- هره ورځ د کشمش منظم استعمال له وخت څخه مخکې د ویښتانو سپینیدو مخه نیسي او ویښتان تور او ښکلي ساتي.

که د شپې لخوا مویز یا کشمش په اوبو کې واچوئ او سهار یې وڅښئ نو څه به وشي؟

روغتیاپالان وایي، که د شپې لخوا مویز یا کشمش په اوبو کې واچوئ او سهار یې وڅښئ، نو خورا ګټور وي او د بدن لپاره اړین ویټامین او منرالونه برابروي او اوبه یې بدن جذبوي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …