کورپاڼه / روغتيا / په ژمي کې کوم خواړه استعمال کړو، څو له ناروغیو خوندي شو

په ژمي کې کوم خواړه استعمال کړو، څو له ناروغیو خوندي شو

د ژمي موسم په غذایي رژیم کې د خوږو، مالګینو او تروشو خوړو شاملول او همدارنګه ګرم او ښه پاخه شوي خواړه د هاضمي سیسټم د سم فعالیت لپاره خورا ښه نظر دی.

په ژمي کې روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې غوړ توکي او تازه لبنیات دې استعمال شي، دا توکي بدن ګرم او خوندي ساتي او د هضم په مرحله کې مرسته کوي.

همدا راز په ژمي کې بېلابېل خواړه لکه لوبیا، دال نور هم د بدن تودوخه زیاتوي او ترڅنګ یې غلې دانې، ګرم مشروبات لکه ښوروا، نیم ګرمې اوبه او د ادرکو یا نور چایونه هم خورا ګټور وي.

ژمي په موسم کې د بدن ګرم ساتل هم خورا اړین وي او اړین ده چې ګافي یا چای استعمال کړو، ځکه چای انټي اکسیدنټ لري چې بدن کې د آزادو راډیکلونو مخنیوی کوي او حجرې له زیان څخه ساتي.

د بدن دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ویتامین سي ډېر اړین وي او د ناروغیو په مخنیوي کې زیاته مرسته کوي. د کیټیکنس په نوم انټي اکسیدنټ د زکام مخه نیسي او فیافیلین د ستوني تکلیف آراموي. همدا راز میتابولیزم تېزوي، د زړه ناروغیو مخنیوی کوي او پوستکی هم روغ ساتي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …