کورپاڼه / ريکارډونه / ټرینټ بولټ په ټیسټ کرکټ کې یوه بله کارنامه وکړه

ټرینټ بولټ په ټیسټ کرکټ کې یوه بله کارنامه وکړه

ټرینټ بولټ په ټیسټ کرکټ کې یوه بله کارنامه وکړه. هغه څلورم نیوزیلېنډی توپ اچونکی شو چې په ټیسټ کرکټ کې ۳۰۰ ویکټې پوره کوي.

د بنګله دېش پر وړاندې په دویمه ټیسټ لوبه کې، چې په خپل کوربتوب یې ترسره کړه، په دویمه ورځ ټرینټ بولټ پنځه ویکټې ترلاسه کړې.

ټرینټ بولټ د پاڼۍ پر مهال په ټیسټ کرکټ کې د ۳۰۰ ویکټو اخیستو ویاړ خپل کړ، چې په دې توګه د نیوزیلېنډ څلورم توپ وهونکی شو چې په دې فارمیټ کې ۳۰۰ ویکټې اخلي. له دې وړاندې ریچارډ هیډلي، ډینیل ویټوري او ټیم ساوتي د ۳۰۰ ویکټو اخیستونکي وو.

ټرینټ بولټ له لوبې وروسته وویل، زه ویاړم چې ریچارډ هیډلي، ډینیل ویټوري او ټیم سوتي سره په نوملړ کې یوځای شوم او بنګله دېش پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې بریا خپلول خورا مهم و.

د ویلو ده چې ټرینټ بولټ تر اوسه ۷۵ ټیسټ لوبې ترسره کړي او په دې کې یې ۳۰۱ ویکټې ترلاسه کړي. همدا راز په یوه ورځنیو کې یې ۱۶۹ او په شل اوریز کرکټ کې یې ۶۲ ویکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

جیمس اندرسن له ریکي پونټینګ څخه مخکې شو

د انګلستان کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو مهم توپ اچونکي په ټیسټ لوبو کې د …