کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ایلیکس هیلس په غوره توپ وهنې سېډني ټینډر لوبډله بریالۍ کړه

ایلیکس هیلس په غوره توپ وهنې سېډني ټینډر لوبډله بریالۍ کړه

نن په بیګ باش لیګ کې ایلیکس هیلس ښه لوبه وکړه، هغه ۸۰ غوره منډې وکړې او سېډني ټینډر لوبډله یې بریالۍ کړه.

د بیګ باش لیګ ۴۳مه لوبه د هوبارټ هوریکنز او سېډني ټینډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې هوبارټ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هوبارټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې، د دوی له لورې بین مکدرموت ۳۸ او ډي ارکي شارټ ۲۹ زیاتې منډې وکړې.

د سېډني ټینډر له لورې ګریندر سند او ناتن میک اندریو غوره توپ اچونه وکړه، دواړو دوه-دوه لوبغاړي وسوځول. همدا راز دنیل سامس او تنویر سانګا ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سېډني ټینډر د ۱۴۰ هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو په ۱۷.۲ اورونو کې پوره کړ او پرت سکاچرز ته یې په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.

د دوی له لورې ایلیکس هیلس ۸۰ او جیسن سانګا ۳۵ زیاتې منډې وکړې. د هوبارټ هوریکنز لخوا ډي ارکي شارټ یوه ویکټ ترلاسه کړه. ایلیکس هیل غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …