کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قیس احمد د راشد خان لوبډله له ماتې سره مخ کړه

قیس احمد د راشد خان لوبډله له ماتې سره مخ کړه

نن په بیګ باش لیګ کې د قیس احمد دوه ویکټو او یوې شپږیزې کار وکړ، خو د راشد خان یوې ویکټې کار ونه کړ.

د بیګ باش لیګ ۴۴مه لوبه د میلبورن سټارز او اډلیډ سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې میلبورن پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې وکړې، د دوی له لورې جانتن ویلس ۶۸ زیاتې منډې وکړې.

د میلبورن سټارز له لورې حارث رووف، ادم زمپا او قیس احمد غوره توپ اچونه وکړه، دواړو دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

میلبورن سټارز د ۱۴۰ هدف د پنځه لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹.۱ اورونو کې پوره کړ او اډلیډ ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د دوی له لورې جو کلارک ۸۳ زیاتې منډې وکړې. د اډلیډ سټرایکرز لخوا پیټرل سډل ۲، فواد احمد، راشد خان او هیري کانوي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …