کورپاڼه / کرکټ / اعجاز پټېل د ای سي سي له لورې د ډسمبر میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

اعجاز پټېل د ای سي سي له لورې د ډسمبر میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې لپاره د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی اعجاز پټېل د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان کړ.

اعجاز پټېل د ۲۰۲۱ کال له نړیوال شل اوریز جام وروسته د هند پر وړاندې په یوه ټیسټ لوبه کې غوره توپ اچونه وکړه، هغه د ۱۶.۷ په اوسط ۱۴ ویکټې اخیستي وې.

نوموړي په یاده لوبه کې په یوه پاڼۍ کې لس واړه ویکټې هم ترلاسه کړې وې، چې په دې سره له جیم لیکر او انیل کمبلې وروسته دریم لوبغاړی شو، چې دا کارنامه کوي.

لکه څنګه چې د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره څو کسه انتخابوي، دا ځل یې له نیوزیلېنډ څخه اعجاز پټېل، له هند ماینک اګروال او له اسټرالیا څخه میچل سټارک ټاکلی ول.

اوسمهال د کرکټ نړیوالې ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د میاشتي غوره لوبغاړي جایزه یې اعجاز پټېل ګټلې. د ویلو ده چې ای سي سي د میاشتې غوره لوبغاړی د کرکټ د مینوالو له رایې ورکولو وروسته ټاکي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …