کورپاڼه / جالب / شوجي ماریموتو د پیسو په بدل کې د خلکو خبرې اوري او له دې لارې د جاپان شتمن شخص دی

شوجي ماریموتو د پیسو په بدل کې د خلکو خبرې اوري او له دې لارې د جاپان شتمن شخص دی

شوجي ماريموتو له ډېرې مودې راهیسې کومه دنده نه لري، خو بیاهم د جاپان له مشهورو شخصیتونه څخه ګڼل کېږي او په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې یې د تعقیبوونکو شمېر خورا ډېر دي او په ګڼ شمېر تلویزونونه، مجلې او ژورنالونه یې انټروي اخلي.

راپورونه وایي، چې ماريموتو هیڅ کار نه کوي، یوازې له خلکو سره لېده، کاته او خبرې کوي او هغه کسان چې نه یې پېژنې، د پیسو یا کرایې په بدل کې د ملګرو په څېر ورسره چال، چلند کوي او په همدې سبب زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

ماريموتو د ښو زده کړیالانو په څېر خواريکښ او د فزیک په برخه کې یې لوړې زده کړې ترسره کړي، چې بیا په یوه خپرندویه ټولنه کې د کتابونه مدیر هم ټاکل شوي و، خو په ۲۰۱۷ کال یې ذکر شوې دنده پرېښوده او د نیچه د اثارو مطالعه یې وکړه، چې بیا همدې کړنې ژوند ور بدل کړ.

راپورونه زیاتوي، چې نوموړي په ۲۰۱۸ کال یو اعلان وکړو او و یې ویل، که چېرته کوم څوک ورته پیسې یا کرایه ورکړي، نو دی به ورسره کېني، خبرې به یې واوري او ډوډۍ به ورسره وخوري. له دې وروسته نابلده خلکو نوموړي ته بلنه ورکول پیل کړل.

ماريموتو په جاپان کې د Mr. Rental په نوم سره یادېږي، چې اوسمهال دومره مصروفه شوي، چې سهار اته بجې له کوره راوځي او د شپې لس بجې بېرته کور ته ځي. که څه په لومړیو کې نوموړي ته چا روپۍ یا کرایه نه ورکوله او هر څه یې په وړیا ډول ترسره کول، خو د لارې کرایه یې ترې اخیسته، چې بیا یې وروسته د خلکو په ډېر ټینګار سره روپۍ یا کرایه اخیستل پیل کړل.

د راپورونو له مخې موري موتو هره میاشت له یو کس سره هوټل ته ځي او تر دریو ساعتونو پورې یې خبرې اوري. ویل کېږي چې نوموړی په یواځیتوب د ښکار کسانو خبرې اوري، ترڅو په دې مصروف ژوند کې یې د خبرو اورېدونکی واوسي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …