کورپاڼه / هنر او کلتور / کبیر خان، سلمان خان ته په اشارې؛ هغه پروټوکول نه مراعاتوي

کبیر خان، سلمان خان ته په اشارې؛ هغه پروټوکول نه مراعاتوي

د بالیووډ فلمونو مخکښ ډایرکټر کبیر خان له اداکار سلمان خان څخه شکایت کړی، چې هغه د رسمي اعلاناتو پروتوکول نه مراعاتوي.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، ډایرکټر کبیر خان د سلمان خان د (بجرنګي بایي) دویم جان فلم اعلان رد کړی دی. کبیر خان وايي چې هغه احساساتي شو او د دویم فلم اعلان یې وکړ په داسې حال کې چې هغې ته کېسه نه ده لیکل شوې.

د ویلو ده چې سلمان خان اعلان کړی و، چې د بجرنګي بایي جان دویم فلم د (پون پترا بایي جان) په نوم جوړوي. خو کبیر خان وایي چې دا سمه ده چې دې فلم ته کېسه به لیکل شوي خو ما نه ده لوستې او سلمان خان په احساساتو کې د هغې اعلان وکړ.

کبیر خان وویل، زه ډاډه یم چې سر وجیندر به په زړه پورې کیسه ولیکي، د دویم فلم جوړولو فکر ته لېواله نه یم. زه هیڅکله د خپلو سوپر هیټ فلمونو د دویم فلم جوړول نه غواړم خو که غوره کیسه ولري. خامخا به د هغې په اړه فکر وکړم.

نوموړي له سلمان خان څخه ګېله کړې، چې هغه د رسمي اعلاناتو پروټوکول نه مراعاتوي او په احساساتو کې اعلان کوي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …