کورپاڼه / جالب / په متحده عربي اماراتو کې په ۲۰۲۰ کال د ودونو ۱۱ کلن ریکارډ مات شوی

په متحده عربي اماراتو کې په ۲۰۲۰ کال د ودونو ۱۱ کلن ریکارډ مات شوی

د متحده عربي اماراتو مرکزي احصایې دفتر وايي، په دغه هېواد کې تر ۲۰۲۰ کال پورې د ودونو ۱۱ کلن ریکارډ مات شوی دی.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۷۶۵۳ ودونه شوي دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۱۴۹۰۹ وو.

د پورتنۍ شمېرنې له مخې په ډاګه کېږي، چې په متحده عربي اماراتو کې واده کولو ته لېوالتیا ډېره شوې، ځکه چې په ۲۰۲۰ کال کې ۲۷۴۴ ودونه زیات شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ کال پرمهال په متحده عربي اماراتو کې د واده رسمونه او رواجونه تر ډېره ختم شوي او پر ودونو چې کوم لګښتونه راځي، هغه هم تر ډېره حده کم شوي، نو ځکه خو ودونو ته لېوالتیا هم ډېره شوې ده.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۰ کال تر ټولو ډېر ودونه هغه جوړو کړي دي، چې د هغوی عمرونه له ۲۰ تر ۲۴ کلونو پورې ول.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …