کورپاڼه / اسلام / د شپې د پورته کېدلو او نفلونو کولو فضیلت

د شپې د پورته کېدلو او نفلونو کولو فضیلت

حضرت ابو امامه (رض) روایت کوي چې نبي کریم (ص) فرمایي: تاسې باید د شپې قیام وکړئ، په ځانګړي توګه تهجد ادا کړئ، ځکه چې له تاسو وړاندې د نیکو انسانانو هم همدا عادت و. دا د الله تعالی سره د نږدیکت یوه ذریعه ده، دا عما مو بدي ختموي او له ګناهونو مو ژغوري.

حضرت علي روایت کوي چې نبي کریم (ص) فرمایلي: په جنت کې داسې شفافه خونې یا کوټې دي چې دننه یې بهر هر څه ښکاري او له بهر څخه دننه هر څه ښکاري. یو کلیوال پورته شو او و یې ویل چې یا رسول الله دا د چا لپاره وي؟

رسول الله ورته وفرمایل، دا الله تعالی د هغه خلکو لپاره چمتو کړي چې په نرم انداز خبرې کوي، په غریبانو ډوډۍ، زیات روژې نیسي، د شپې لمونځونه یا تهجد کوي، په داسې حال کې چې نور خلک وېده وي.

حضرت ابو هریره (رض) روایت کوي چې رسول الله (ص) فرمایلي: الله تعالی پر هغه شخص رحم کوي چې نیمه شپه پورته کېږي او تهجد کوي او خپله میرمن هم راپورته کوي، که هغه انکار وکړي نو پر مخ ورته په مینه اوبه ورشیندي.

او الله تعالی پر هغه ښځه هم رحم او کرم کوي چې د شپې پورته کېږي او تهجد کوي او خپل خاوند هم د تهجد لپاره پورته که هغه انکار وکړي نو پر مخ ورته په مینه اوبه ورشیندي.

دا هم ولولئ

د سهار او ماښام ترټولو غوره استغفار چې جنت ته د تګ سبب کېږي

استغفار رجوع کولو ته وایي، یعنې د استغفار مانا الله تعالی ته رجوع کول او …