کورپاڼه / کرکټ / راس ټیلر په وروستۍ ټیسټ لوبه کې د لوبغاړو او مینه والو له لورې په ډېر زبردست ډول بدرګه شو+ویډیو

راس ټیلر په وروستۍ ټیسټ لوبه کې د لوبغاړو او مینه والو له لورې په ډېر زبردست ډول بدرګه شو+ویډیو

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې مخکښ توپ وهونکی راس ټیلر په وروستۍ ټیسټ لوبه کې د لوبغاړو او مینه والو له لورې په ډېر زبردست ډول بدرګه شو او ستاینه یې وشوه.

۳۷ کلن نیوزیلینډي کرکټر راس ټیلر له کرکټ څخه د تقاعد تر اعلان وروسته د خپل کیریر وروستۍ نړیواله ټیسټ لوبه وکړه، چې د لوبغاړو او نندارچیانو لخوا یې په زړه پورې ستاینه هم وشوه.

د راس ټیلر د وروستۍ ټیسټ لوبې یوه ویډیو د ټولنیزو رسنیو پر ویبپاڼه ټویټر شریکه شوې، چې ټول لوبغاړي ورته په یوه کتار کې ولاړ وي، چې هغه توپ وهنې ته د راوتلو په حال کې وی او تود هرکلی یې وکړي.

له بلې خوا په میدان کې موجود نندارچیان هم ودریدل او راس ټیلر ته یې تود هرکلی ووایه، په داسې حال کې چې د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې هغه ۲۸ منډې وکړې او د عبادت حسین په توپ وسوځېده.

د یادولو وړ ده چې راس ټیلر د تیر کال د ډسمبر په ۳۰مه د تقاعد اعلان وکړ. نوموړي په خپل کیریر کې ۱۱۱ ټیسټ لوبې کړي دي چې ۷۶۵۵ منډې یې کړي دي. د دې ترڅنګ راس ټیلر په ۲۳۳ یو ورځنیو لوبو کې ۸۵۸۱ منډې او په ۱۰۲ شل اوریزو لوبو کې تر ۱۹۰۰ ډېرې منډې کړې دي.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …