کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان د نوې عاشقې آوازې دي؛ اداکارې یې په اړه وضاحت هم ورکړ

د سلمان خان د نوې عاشقې آوازې دي؛ اداکارې یې په اړه وضاحت هم ورکړ

د بالیووډ اداکار سلمان خان له امریکايي اداکارې سمانتا لاک ووډ سره د اړیکو خبرونه خپاره شوي او هندي رسنیو ادعا کړې چې سلمان خان دا مهال له امریکايي اداکارې سمانتا لاک ووډ سره لیدل کیږي.

د راپورونو له مخې، امریکايي اداکارې د سلمان خان د کلیزې په مراسمو کې هم ګډون کړی و، چې له هغې وروسته د دوی د اړیکو په اړه اوازې خپرې شوې، خو خپله سمانتا لاک ووډ په دې اړه وضاحت ورکړ.

اداکارې په یوه مرکه کې ویلي، کله چې څه هم نه وي، خو خلک به ډېرې خبرې کوي، له سلمان سره مې لیدلي، هغه زما ښه ملګری او ښه انسان دی او زیاتوي چې دوه یا درې ځلې یې ورسره لېدنې هم کړي.

دې امریکايي اداکارې زیاته کړې، چې تر سلمان مخکې یې له هریتیک روشن سره لیدلي وو، خو هغه وخت چا آوازې نه وې خپرې کړې خو اوس معلومه نه ده چې دا ډول آوازې له کومه خپرې شوې.

د یادولو وړ ده چې په تیرو څو ورځو کې سلمان خان او شلپا شیټي له امریکايي اداکارې سره لیدل شوې وه. سمانتا لاک ووډ ۳۸ کلنه ده او په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی خو اوس موډلنګ کوي. نوموړې د هالیوډ د اداکار ګری لاک ووډ لور ده.

له دې وړاندې هم د سلمان خان د رومانیايي موډلې او ښکلې نجلۍ لولیتا وینټر سره د واده خبرونه خپاره شوي وو، خو تر اوسه یې د واده درک نه لګېږي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …