کورپاڼه / روغتيا / شنه هیل د موسمي ناروغیو لپاره له مسیحا کم نه دي

شنه هیل د موسمي ناروغیو لپاره له مسیحا کم نه دي

د ژمي موسم خپل عروج ته رسېدلی، یعنې ساړه لوړې درجې ته رسېدلي او د سختو سړو په سبب زیات شمېر خلک له بېلابېلو ناروغیو سره مخ دي، چې په هغې کې نزله، زکام، ټوخی او تبه یې د یادونې وړ دي.

زیات شمېر خلک د موسمي ناروغیو لپاره کورنیو درملو ته لومړیتوب ورکوي او نن ورځ مو په دې لړ کې د شنو هیلو له داسې حیرانوونکو اغېزو خبروو، چې د ژمي موسم په ناروغیو کې له مسیحا کم نه دي.

ټوخی: دا د ټوخي لپاره خورا ګټور نسخه ده، د دې لپاره د شنو هیلو پوډر، یو کاشوغه کوچ او نیم کاچوغه وطني غوړي راواخلئ او ګډ به یې کړئ او و به یې خورئ.

وچ ټوخی: وچه ټوخی په ژمي کې ډېر عام او ځورونکې وي، د دې لپاره له شنو هیلو پرته بله ښه درملنه نشته او د دې لپاره لونګ او هیل سره یوځای استعمال کړئ.

ټوخی او د سینې سختوالی: د ژمي سختو سړو په سبب سینه سختېږي، ټوخی او د ساه اخیستلو ستونزې راولاړوي، د دې لپاره هیل او بوره د ۱ او ۳ په تناسب راواخلئ، میده یې کړئ او په ورځ کې درې ځلې یې استعمال کړئ.

نورې ګټې: روغتیاپالان له ستوني درد، ټوخي، زکام او د ستوني د ګڼو دردونو څخه ساتنې لپاره د شنو هیلو په استعمال ټینګار کوي. همدا راز د بدهضمۍ، معدې تېزابیت، د خولې بدبویۍ لېرې کولو او د زړه ناروغیو لپاره هم ګټور وي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …