کورپاڼه / روغتيا / له ځواني دانو یا ځوانکو د خلاصون آسانه لارې چارې

له ځواني دانو یا ځوانکو د خلاصون آسانه لارې چارې

په عام ډول کله چې هلکان او نجونې د بلوغ تر مرحلې ورسېږي، نو په مخ یې ځوانکې راخېژي، چې لامل یې هورمونیکي ګډوډۍ او بدلونونه دي، چې بیا داغونه هم پرېږدي.

خو نن موږ تاسو ته د متخصصینو لخوا د درملنې لپاره وړاندیز شوي ځینې کورنۍ درملنې په ګوته کوو، چې په مرسته یې کولی شئ په اسانۍ سره ځان ترې وژغورئ.

لومړی: یوه کاچوغه زڼکۍ، لږ د دڼیا زړي، لږ غوندې توره مالګه، لږ غوندې سپیرکۍ، لږ غوندې بربو، لږ ادرک او د انارې دانې به سره ښه ګډې کړئ او نوش یې جان به یې کړئ.

دویم: لږ د ادرک پوډر، یوه کاچوغه زڼکۍ، یوه کاچوغه بادیان او لږ غوندې د دڼیا زړي دا ټول به په اوبو کې وایشوئ او بیابه یې وڅښئ.

دریم: هڅه وکړئ چې د پوستکي روغتیا ته پام وکړئ، پاک یې وساتئ او له هغه خوراکي توکو ګټه واخلئ چې روغتیا او پوستکي ته ګټور وي او هغه غذایي مواد خوراک کې شامل کړئ چې له بدنه زهرجن مواد وباسي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …