کورپاڼه / کرکټ / معین علي: ثقلین مشتاق د نړۍ تر ټولو غوره روزونکی دی

معین علي: ثقلین مشتاق د نړۍ تر ټولو غوره روزونکی دی

د انګلستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړي معین علي، پاکستان روزونکی ثقلین مشتاق د نړۍ تر ټولو غوره روزونکی بللی او ویلي یې دي چې نوموړې د روزونې ځانګړی طرز یا میتود لري.

د انګلستان کرکټ لوبغاړي معین علي په یوې تلویزونۍ خپرونه کې د ګډون پر مهال د ثقلین مشتاق د روزونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې هغه په داسې میتود لوبغاړی پوهوي، چې هغه له نورو یو څه ځانګړی دی.

معین علي زیاته کړې ده چې زه د نورو روزونکو په پرتله د ثقلین مشتاق د روزنې میتود یا طریقه غوره ګڼم، هغه د روزنې ډول خورا ښه دی او ځانګړې فلسفه ورته لري.

هغه دا هم وویل، ثقلين مشتاق د نړۍ تر ټولو غوره روزونکی دى ځکه چې د روزنې خپل ځانګړی میتود یا انداز لري.

د ویلو ده چې ثقلین مشتاق څه وړاندې پاکستان لوبډلې له روزنې لېرې کړل شو او ترڅنګ یې هغه د انګلستان کرکټ بورډ سره د ورو توپ اچونې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …