کورپاڼه / کرکټ / کوهلي: زما د خرابو کارکردګیو په اړه نېوکې کېږي، خو زه یې پروا نلرم

کوهلي: زما د خرابو کارکردګیو په اړه نېوکې کېږي، خو زه یې پروا نلرم

د هند کرکټ لوبډلې لوبډلمشر له ډېر وخت راهیسې د ۷۰یمې سلیزې په وهلو نه دی توانېدلي، چې په همدې سبب د کرکټ مینه والو تر سختو نېوکو لاندې هم دی، خو نوموړی وایي چې زه یې پروا نلرم.

نوموړي ویلي، چې دا لومړی ځل نه دی چې زما د خرابو کارکردګیو یا فورم په اړه نېوکې کېږي، بلکې له دې وړاندې هم له ورته حالت سره مخ شوی، خو زه د نېوکو هیڅ پروا نلرم.

هغه وایي، ما د ځان لپاره معیار ټاکلی او هغه یوازې زما لپاره دی د نورو لپاره نه، زه ویاړم چې د لوبډلې لپاره ښې لوبې کوم، خو زه په اعدادو پسې نه ځم.

له اعدادو د ویرات کوهلي مطلب سلیزه یا زیاتې منډې جوړول دي او زیاتوي که اعدادو پسې لاړ شم نو کارکردګي به مې راضي نه کړي.

نوموړی د مهیندر سینګ ډهوني د لارښوونې یادونه هم کوي او وایي چې ډهوني راته ویلي، چې د یوې تېروتنې ترمنځ باید له ۷-۸ میاشتو ځنډ وي او په دې کولی شې چې خپل لوبیز ژوند ته دوام ورکړې.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …