کورپاڼه / ريکارډونه / ډیون کانوي د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ

ډیون کانوي د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې توپ وهونکي ډیون کانوي د ټیسټ کرکټ په تاریخ کې نوی ریکارډ جوړ کړ. نوموړي په لومړیو پنځو ټیسټ لوبو په لومړیو پاڼیو کې ۵۰ یا له دې زیاتې منډې جوړي او لومړی لوبغاړو شو چې دا کارنامه کوي.

ډیون کانوي د بنګله دېش پر وړاندې په دویمه او روانه ټیسټ لوبه کې ۱۰۹ منډو په کولو غوره توپ وهنه وکړه او په دې سره یې پورتنی ویاړ پخپل نوم کړ.

یوازې دا نه، بلکې نوموړي د خپلو لومړنیو ۹ ټیسټ لوبو په پاڼۍ کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې دریم ځای خپل کړ.

ډیون کانوي د ټیسټ کرکټ په کیریر کې تر دا مهاله د ۹ ټیسټ لوبو په پاڼیو کې د ۶۹.۲۲ منډو په اوسط سره ۶۲۳ منډې جوړې کړي دي.

په لومړیو ۹ ټیسټ لوبو په پاڼیو کې د زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې دویم لوبغاړی جورج هیډلي دی، چې د ۷۸.۱۱ منډو په اوسط یې ۷۰۳ منډې جوړې کړي او لومړی مقام له هندي لوبغاړي سنیل ګواسکر سره دی، چې د ۱۲۹.۶۷ په اوسط یې ۷۷۸ منډې کړي.

دا هم ولولئ

هغه کار چې په تېرو درېیو کلونو کې چا ونکړ، رویچندران اشوین وکړ

د کرکټ له نړۍ په زړه پوری خبر دا دی، چې د سویلي افریقا په …