کورپاڼه / هنر او کلتور / رنبیر کپور: پخوانۍ ملګرې به راته د جنجال پر مهال جایزې یا ایوارډونه ماتول

رنبیر کپور: پخوانۍ ملګرې به راته د جنجال پر مهال جایزې یا ایوارډونه ماتول

د بالیووډ مخکښ اداکار رنبیر کپور څرګنده کړې وه، کله چې به یې له پخوانۍ ملګرې سره جنجال شو، نو هغې به ورته مډالونه او جایزې ماتولې.

د يادونې وړ ده، چې رنبير کپور څو کاله وړاندې په خپله يوه مرکه کې د پرلپسې غوره فلمونو د جايزې د ترلاسه کولو وخت د ځان لپاره تر ټولو غوره بللی و.

رنبیر کپور تر دې وړاندې له ډپیکا پاډوکون او کترینه کیف سره ملګرتیا لرله، خو اوس داسې ګنګوسې دي، چې نوموړی به ډېر ژر له عالیه بټ سره واده وکړي.

تر دې ستورو وړاندې هم رنبیر په ډاګه کړې وه، هغه ملګرې لرپ او ویلي یې و، کله به چې د دواړو تر منځ جګړه یا جنجال رامنځته کېده، نو هغې به ایوارډونه ماتول، خو ما تل ورته ویل، چې د غوره فلم ایوارډونو ته دې لاس نه وړي.

د یادونې وړ ده، چې ډپیکا پاډوکون له رنویر سینګ سره او کترینه کیف د ډسمبر په میاشت کې له ویکي کوشل سره واده وکړ.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …