کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته سابه ور په مالګه کړل

نیوزیلېنډ د بنګله دېش لوبډلې ته سابه ور په مالګه کړل

نیوزیلېنډ د بنګله دېش پر وړاندې د ددویمې ټیسټ لوبې په دریمه ورځ د لومړۍ ټیسټ لوبې حساب ور برابر کړل او بنګله دېش ته یې سابه ور په مالګه کړل.

دا لوبه د نیوزیلېنډ په کوربتوب پیل شوې وه، چې د لوبې په پیل کې بنګله دېش پچه وګټله او نیوزیلېنډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ کې ټولټال ۱۲۸.۵ اورونه ولوبول، شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل، ۵۲۱ منډې یې وکړې او پاڼۍ یې ډیکلیر کړه او بنګله دېش ته یې وار ورکړ.

د دوی له لورې ټام لیتم ۲۵۲، ډیون کانوي ۱۰۹، ټام بلنډلل ۵۷ او ویل ینګ د ۵۴ منډو په جوړولو غوره توپ وهنه وکړه. د بنګله دېش لپاره شرف الاسلام او عبادت حسین ۲-۲ او مومن الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله دېش د نیوزیلېنډ د ۵۲۱ منډو په ځواب کې ۴۱.۳ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۲۶ منډې وکړې او ۳۹۵ منډې باقي شو. د دوی له لورې یاسر علي ۵۵ او نورالحسن ۴۱ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لپاره ټرینټ بولټ ۵، ټیم سوتي ۳ او کایل جیمیسن ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش د نیوزیلېنډ له لورې د فالو ان، یعنې د پاتې منډو له تعقیبولو سره مخ شول، چې دا ځل هم بنګله دېش ونه توانېده چې نیوزیلېنډ د لومړۍ پاڼۍ منډې پوره کړي، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۷۸ منډې یې وکړې او په یوه پاڼۍ او ۱۱۷ منډو یې ستره ماتې وخوړه.

د بنګله دېش لپاره لیتن داس ۱۰۲، نورالحسن ۳۶ او مومن الحق ۳۷ تر ټولو زیاتې منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لپاره کایل جیمیسن ۴، نیل واګنر ۳، ټیم سوتي، روس ټایلر او ډیرل میچل ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. په دې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ ۱-۱ برابره شوه. ټام لیتم د لوبې غوره لوبغاړی او ډیون کانوي د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …