کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان له نولس کلنو عمره لوبډلې د انګلستان ویزې ترلاسه کړې
افغان نولس کلن

د افغانستان له نولس کلنو عمره لوبډلې د انګلستان ویزې ترلاسه کړې

په نړیوال جام کې د ګډون په موخه د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبغاړو د انګلستان ویزې ترلاسه کړې.

د معلوماتو له مخې، افغان نولس کلنو لوبډله چې د ویزو د نه لرلو په سبب په متحده عربي اماراتو کې بنده پاتې وه، د انګلستان ویزې یې ترلاسه کړې او ماسپښین به انګلستان او له هغې وروسته ویسټ انډیز ته لاړ شي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې افغان لوبډلې ته د جنورۍ په ۱۰ او ۱۲مه تمریناتي لوبې ورکړل شوې، خو دا چې افغان لوبډله په ټاکلي وخت ویسټ انډیز ته ونه رسېده نو دا لوبې لغوه شوې.

د کرکټ نړیواله شورا ویلي ول چې موږ هڅه کوو ترڅو د افغان لوبډلې ستونزه حل کړي. کرکټ نړیوالې شورا د ټورنمنټونو مشر کریس ټيټلي دا هم ویلي ول، چې افغان لوبډلې ته به د چمتوالي په موخه یو ځل بیا سیالۍ چمتو کوي.

د ویلو ده چې له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه پیلېږي، چې افغان به پخپل ګروپ کې له زمبابوې، پاپو نیوګیني او پاکستان سره د جنورۍ په ۱۶، ۱۸ او ۲۰مه لوبې وکړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …