کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی شو چې خپل ماشومان له سړې هوا خوندي وساتو؟

څه ډول کولی شو چې خپل ماشومان له سړې هوا خوندي وساتو؟

د ژمي موسم د نزلې، ټوخي او زکام موسم دی، په دې موسم کې ماشومان د لویانو په پرتله خورا حساس دي. دا د هرې مور لومړۍ ترجیح وي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام وکړي، خو پوښتنه داده چې څه ډول یې له سړو وژغورو؟

ماشومان ډېر نازک او کمزوري وي او د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې توان نلري، په داسې حالت کې یوازې د دوی پاملرنې ته اړتیا ده، نو اړینه ده لاندې لارې چارې عملي کړو.

په سړه هوا کې خپل ماشوم ته هره ورځ په ګرمو اوبو غسل ورکړئ، ځکه چې ماشوم د لوبو پرمهال چټلېږي او له ناروغۍ سره مخ کېږي. همدا راز کله چې ماشوم وېده کوئ نو لږ لوړ یا جګ بالښت ورته کېږدئ.

دا د هر ځوان، بوډا او ماشوم لپاره اړینه ده چې هره ورځ په سړه هوا کې او له خوبه د پاڅیدلو وروسته بخار واخلي او د شپې له ویده کیدو دمخه د بخار اخیستل عادت وګرځوي. همدارنګه ماشومانو ته په ورځ کې لږ تر لږه دوو څخه تر درې ځله بخار ورکړئ، نو د زکام، نزلې او د سینې له سختوالي څخه به خوندي وي.

بل لوري ته کله چې ماشوم ته غسل ورکوئ نو له هغې وروسته یې په تېلو مالش کړئ ترڅو له سړې هوا خوندي وي او د دې لپاره چې خپل ماشوم له یخنۍ څخه وژغورئ، اړینه ده چې په ګرمه کوټه کې یې وساتئ، کړکۍ او دروازې یې بندې کړئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …