کورپاڼه / جالب / یو بزګر په تېروتنې سره د بلجیم مساحت ډېر کړ

یو بزګر په تېروتنې سره د بلجیم مساحت ډېر کړ

د بلجیم یو بزګر په نا ارادي ډول د فرانسې او بلجیم سرحد بدل کړ او د بلجیم مساحت یې اوه (۷) فوټه ډېر کړ.

د سرحدونو ټاکل حکومتي چارواکي له ګډو اوږدمهاله خبرو اترو وروسته کېږي، خو په حیرانوونکې توګه په بلجیم کې یو بزګر د دوو هیوادونو سرحدونه بدل کړ او ناممکن یې ممکن کړل.

د سرحدونو دغه بدلون د یوې پېښې وروسته رامنځته شوی، چې اروپایي رسنیو یې په اړه داسې وایي: د بلجیم د ارکیولینس د کلي یو بزګر هغه وخت سرحد بدل کړ چې د تراکتور په لار کې یې خنډ واقع شو.

د سرحد د نښې د لېرې کولو او بل ځای ته یې د وړلو په سبب د بلجیم مساحت اوه فوټه ډېر شو، خو تر اوسه یې نوی سرحد نه دی ټاکل شوی.

راپورونه وایي چې ددې بدلون په اړه یو تاریخپوه رسنیو ته خبر ورکړ، دغه تاریخپوه وایي یې دغه نښې په ۱۸۱۹ کال د بلجیم او فرانسې د رسمي سرحد ټاکنې څخه یو کال وړاندې نصب شوي ول.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سرحدي نښو د بدلون په سبب د دواړو هیوادونو ترمنځ کوم جنجال نه دی راپورته شوی، ددې سربېره بیاهم د بلجیم د هیواد له لورې لارښوونه شوې چې دغه سرحدي نښه دې بېرته خپل ځای ولېږدول شي، که چېرته داسې ونه شي نو د دواړو هیوادونو ترمنځ به خبرې اترې وشي او د سرحد د سمولو لپاره به پلان جوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې د بلجیم او فرانسې سرحدي کمیسون لومړنۍ غونډه په ۱۹۳۰ کال کې ترسره شوه او دا خبر که څه هم یو څه پخوانی دی خو اوس بیا لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …