کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن په بیګ باش کې د قیس احمد ورځ ښه نه وه

نن په بیګ باش کې د قیس احمد ورځ ښه نه وه

نن په بیګ باش لیګ کې د قیس احمد توپ اچونه خوندوره نه وه، هغه ۴ اورونو کې پرته له کومې ویکټې ۴۰ منډې ورکړې او لوبډلې یې لوبه هم وبایلله.

د بیګ باش لیګ ۴۵مه لوبه د میلبورن سټارز او پرت سکاچرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پرت پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

پرت سکاچرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې، د دوی له لورې نیک هبسن ۴۶، لیري ایونس ۶۹ او اشټون ټرنر ۴۷* زیاتې منډې وکړې.

د میلبورن سټارز له لورې حارث رووف غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه لوبغاړي وسوځول او ورسره څنګ کې ادم زمپا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

میلبورن سټارز د ۱۹۷ هدف په تعقیب د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۴۹ منډې وکړې او په ۴۷ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې بیو ویبسټار ۶۳ زیاتې منډې وکړې. د پرت سکاچرز لخوا میتیو کیل ۴، جیسن بیندروف، پیټر هیتزوګلو، اندریو ټای او اشټون اګر ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه. لیري ایونس د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …