کورپاڼه / کرکټ / کریس موریس له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

کریس موریس له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ

د سویلي افریقا مخکښ الراونډر کریس موریس د جنورۍ په ۱۱مه له هر ډول کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ او دا یې هم وویل چې غواړي د خپلې کورنۍ لوبډلې (ټایټنز) روزنه وکړي.

کریس موریس په ۲۰۱۲ کال د نیوزیلېنډ پر وړاندې نړیوال کرکټ پیل کړ، چې تر دا مهاله یې ۴ ټیسټ، ۴۲ یوه ورځنۍ او ۲۳ شل اوریزې لوبې کړي، چې په ترتیب ۱۲، ۴۸ او ۳۴ ویکټې لري او ترڅنګ یې درې نیمه سلیزې هم وهلي دي.

نوموړي د هند په تجارتي سیالیو آی پي اېل کې هم د راجستان رایلز، رایل چیلنجرز بېنګلوز او چینای سوپر کینګز لپاره لوبې کړي او د دغه لیګ یو له غوره لوبغاړو څخه ګڼل کېږي.

موریس پر انستاګرام لیکلي:((نن له هر ډول کرکټ څخه د تقاعد اعلان کوم، له ټولو هغوی مننه کوم چې زما سره یې په دې سفر کې برخه اخیستې او دا یو په زړه پوری سفر و.))

د ویلو ده چې له دې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې کریس موریس ویلي ول، چې د سویلي افریقا لپاره لوبېز ژوند چې په همدې اندازه ښه و لکه څنګه چې ختم شو، هغه ویلي ول له ډېر وخت راهیسې له کرکټ سره په اړیکه کې نه دی.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …