کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکی چې د سترګو دید یا نظر تېزوي

هغه خوراکي توکی چې د سترګو دید یا نظر تېزوي

د ژمي د موسم سبزي ګازره د سترګو دید زیاتوالي ته خورا ګټوره وي، خو پوښتنه دا ده چې دا خبره رښتیا ده؟ ګازره د ویټامینونو، منرالونو او فایبر ښه منبع ده او د انټي اکسیدنټ له لحاظه هم ګټوره ګڼل کېږي.

ګازره د ویټامین سي او ویټامین ای غوره غوره منبع هم ده، چې د سترګو دید زیاتوي او هغه کسان چې د ویټامین ای له کمښت سره مخ وي د هغوی لپاره ګټوره ګڼل کېږي او انټي اکسیدنټ هم لري چې د عمر اغېزې کموي.

ګازره د سرطان څخه مخنیوی کوي. له یوې څېړنې موندل شوې چې کیروټین لرونکې غذا د مثانې د سرطان خطر کموي او ګازره د کیروټین ښه منبع ده تو یوې بلې څېړنې موندلې چې د ګازرې جوس د سږو د سرطان خطر کموي.

لکه څنګه چې ګازره لږه کالوري او زیات فایبر لري نو د شکر ناروغانو لپاره خورا ګټوره ګڼل کېږي او د وینې شکر هم کابو کوي او د پوتاشیم شتون ګازره نوره هم ګټوره کوي.

دغه راز ګازره ویټامین کی او کلسیم هم لري چې دواړه د هډوکو لپاره ډېر ګټور وي او د ګازرې یوه ځانګړتیا دا هم ده چې هر ډول پخېږي او خامې هم خوړل کېږي، چې د مجموعي روغتیا لپاره ډېره ګټوره وي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …