کورپاڼه / کرکټ / سنیل ګواسکر: ما تر اوسه تقاعد نه دی اخیستی؛ د هند کرکټ بورډ پوښتلی شئ

سنیل ګواسکر: ما تر اوسه تقاعد نه دی اخیستی؛ د هند کرکټ بورډ پوښتلی شئ

سنیل ګواسکر، چې دوه لسیزې یې د کرکټ په ډګر بادشاهي کړې، د خپل تقاعد په اړه یې په نویو څرګندونو سره نوی بحثونه راپورته کړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا څرګندونې پخپله سنیل ګواسکر کړی او ویلي یې دي، چې د ۱۹۸۷-۸۸ کې د انګلستان پر وړاندې د لارډز ټیسټ په اړه له ما وپوښتل شول، چې په لارډز ټیسټ کې سلیزه جوړول څومره اړین دي، هغه وایي چې ما ورته وویل، دا زما وروستۍ لوبه ده، زه غواړم چې سلیزه جوړه کړم.

ګواسکر ویلي، ما یوازې د غوراوي کمیټې ته وویل چې زه به په راتلونکي کې شتون ونلرم، خو د هغې مطلب دا نه و چې زه تقاعد شوی یم، زه تراوسه نه یم تقاعد شوی او نه مې تقاعد لیک ترلاسه کړی.

نوموړی زباتوي، که زه تاسو ته ووایم چې ګواسکر لاهم یو فعال کرکټر دی؟ هو پوهېږم چې تاسو به وایئ چې زه لېونی او هسې چټې غږیږم.

د هند پخواني ستوري دا هم ویلي، که ریښتیا ووایم نو دا ۲۰۲۱ کال دی او ما تراوسه رسمي تقاعد نه دی اعلان کړی او په دې اړه هند کرکټ بورډ پوښتلی شئ، چې ایا زه په ۱۹۸۷-۸۸ کې په رسمي توګه تقاعد شوی وم؟

د ویلو ده چې له سچن ټنډولکر نېولز تر سارو ګنګولي او راهول ډراویډ پورې د ټولو هندي لوبغاړو کرکټ ته راتګ تر شا د سنیل ګواسکر لاس دی او داسې ډېر نور لوبغاړي یې هم کرکټ ته راوستي دي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …