کورپاڼه / روغتيا / ژر پخېدونکي خواړه دفاعي سیستم پیاوړی کوي

ژر پخېدونکي خواړه دفاعي سیستم پیاوړی کوي

ژر پخېدونکي خواړه له چاغوالي، شکرې او د زړه له ناروغۍ سره تړاو لري، خو وروستیو څېړنو ښودلې چې ژر پخېدونکي خواړه د انسان پر دفاعي سیستم هم اغېزې کوي.

په لندن کې د فرانسیس کرک انسټیټیوټ کې د خپرې شوې څیړنې له مخې، برګر، د چرګانو غوښه او نور پروسس شوي خواړه په ټوله نړۍ کې د (اټو ایمیون سیستم) د اړوند ناروغیو د زیاتوالي لامل کیږي.

څیړونکي وايي چې په دې ناروغۍ کې د انسان د معافیت سیسټم ګډوډ کیږي او د صحي حجرو او د هغه وایروسونو ترمنځ توپیر نشي کولی چې پر بدن حمله کوي.

جیمس لي، چې د دې څیړنې مشري کوي، وايي چې ژر پخېدونکي خواړه مهم غذايي مواد لکه فایبر نلري، له همدې امله د انسان د بدن مایکرو بایوم (د انسان په کولمو کې د مایکرو ارګانیزمونو ټولګه ده چې د ویروس سره مبارزه کوي) اغېزمنوي.

د اټو ایمیون ناروغۍ په پایله کې د شکرې، مفصلونو او د سکلیروسیس په نوم ناروغۍ، چې په دې ناروغۍ کې بدن پخپلو نسجونو او غړو حمله کوي، رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …