کورپاڼه / کرکټ / د څلورو سترو او سیالو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کېږي

د څلورو سترو او سیالو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کېږي

د کرکټ په نړۍ کې اسټرالیا او انګلستان او هند او پاکستان هغه لوبډلې دي، چې لوبې یې مینه والو ته خورا زړه راښکونکي وي، اوس ښه خبر دا دی چې د دې څلورو سترو او سیالو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کېږي.

د اسټرالیا رسنۍ راپور ورکړی، چې د پاکستان کرکټ بورډ په دې هڅه کې دی چې د څلورو سیالو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کړي او د دې لپاره یې چمتوالی هم نېولی دی.

د اسټراليا رسنیو خبر ور کړی چې د پاکستان کرکټ بورډ د څلور اړخيزه لوبلړۍ د ترسره کولو په اړه غور کوي او بورډ به یې ډېر ژر خپل پلان اعلان کړي.

اسټراليايي رسنۍ وايي پي سي بي پلان لري چې د پاکستان، هند، انګلستان او اسټراليا ترمنځ څلور اړخيزه لوبلړۍ ترسره کړي او د څلورو هيوادونو ترمنځ د تاريخي سيالیو له امله په دې لوبلړۍ غور کوي.

دوی وایي دوی چې له هند او پاکستان وروسته انګلستان او اسټرالیا هم سرسخت سیالان دي او غواړي د سیالانو ترمنځ لوبلړۍ ترسره کړي، خو نور معلومات په دې اړه نه دي ورکړل شوي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …