کورپاڼه / اشرف غني په ننګرهار کې تر ټولو زياتې رايې اخيستي

اشرف غني په ننګرهار کې تر ټولو زياتې رايې اخيستي

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ دسمبر ٢٠١٩): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې ولسمشر غني پنځوس اعشاريه څلور شپېته سلنه رايې ترلاسه کړي دي او د لومړنيو پايلو تر مخه د ولسمشريزو ټاکنو ګټونکى دى.

د ټاکنو کمېسيون له دې سره د ټولو ولايتونو لېسټ هم خپور کړ، چې کوم نوماند په کوم ولايت کې څومره رايې اخيستي دي، چې دلته يې موږ له تاسې سره د هر يو نوماند د ولايتونو د رايو شمېر خپروو.

ولسمشر محمد اشرف غني ټولې ٩٢٣٨٦٨ رايې ترلاسه کړي دي، چې په ننګرهار ولايت کې يې تر ټولو زياتې ١٨٨٤٦٢ رايې وړي دي او په کابل کې يې بيا ١٦٦٦١٩ رايې ترلاسه کړي دي.

عبدالله عبدالله چې ټولې رايې يې ٧٢٠٩٩٠ دي، هغه بيا په کابل کې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه کړي دي، چې ١٤١٨٨١ دي، چې تر ولسمشر غني وروسته په کابل کې زياتې رايې دي.

ګلبدين حکمتيار چې ټولې يې ٧٠٢٤٢ رايې ترلاسه کړي دي، هغه په کابل کې زياتې رايې ١٤٩٠٤ اخيستي دي. رحمت الله نبيل بيا ټولې ٣٣٩٢١ رايې اخيستي او زياتې رايې يې په کابل کې اخيستي چې ٩٠٥٦ رايې دي، هغه بيا په لوګر کې يوازې ١٠ او فراه کې ٢١ رايې ترلاسه کړي.

ډاکټر فرامرز تمنا چې ټولې يې ١٨٠٦٦ رايې اخيستي دي، هغه په هرات کې ډېرې رايې اخيستي دي چې ١٢٧١٨ دي او تر اشرف غني او عبدالله عبدالله وروسته په هرات کې ډېرې رايې دي. همدا راز په زابل کې يې يوازې ٥ او په کونړ کې ١٣ رايې وړي دي.

سيد نور الله جليلي ١٥٥٢٦ ټولې رايې ترلاسه کړي دي او زياتې رايې يې په کابل کې ٥٠٣٢ اخيستي دي، همدا راز په کابل کې يې يوازې ٢٠ رايې ترلاسه کړي دي.

عبداللطيف پدرام چې ټولې يې ١٢٦٠٨ رايې وړي دي، هغه په بدخشان کې زياتې رايې اخيستي چې ٧٢١٦ کېږي، همدا راز په نورستان کې يې کومه رايه نه ده ترلاسه کړې او په فراه کې ٥، زابل کې ٦، لغمان کې ٧، پکتيا او پکتيکا کې ٨-٨ او خوست کې ٩ رايې وړي دي.

په ولسمشريزو ټاکنو کې تر ټولو کمې رايې بيا نور رحمان لېوال اخيستي دي، هغه ټولې ٨٦٥ رايې ترلاسه کړي دي چې يوازې په ننګرهار کې يې تر سلو زياتې رايې اخيستي دي. همدا راز په کندوز، کاپيسا، لوګر، فارياب، لغمان، مېدان وردګ، پنجشېر، سرپل او پکتيا کې يې تر ١٠ پورې رايې هم نه دي پوره کړي.

د ٣٤ ولايتونو د رايو لېسټ

دا هم ولولئ

نجونې باید د واده لپاره څه ډول هلک غوره کړي؟

واده یا ګډ ژوند یا نکاح د ژوند یو له مهمو پړاوونو څخه دی، چې …