کورپاڼه / روغتيا / امریکایي ډاکټرانو انسان ته د خنزیر زړه پیوند کړ

امریکایي ډاکټرانو انسان ته د خنزیر زړه پیوند کړ

امریکایي ډاکټرانو په ځانګړي پاکستاني الاصله منصور محی الدین د طبي علومو په نړۍ کې د پام وړ کارنامې ترسره کړې او یوه ناروغ ته یې د خنزیر زړه په بریالیتوب سره لګولی دی.

د راپورونو له مخې، یوه ناروغ ته په بریالیتوب سره د جینټکي بدلونونو وروسته د خنزیر زړه پیوند شوی او ۵۷ کلن ډیویډ بینټ په نړۍ کې لومړنی کس شو چې د خنزیر زړه ورته پیوندېږي.

ډاکټر وایي، په لومړيو تجربو کې انسان ته د بیزو زړه لګول شوی و، خو ګټور ثابت نه شو، خو د خنزير په زړه تجربه ګټوره وه.

هغه وویل، موږ ټول حیوانات معاینه کړل څو وګورو چې کوم حیوان انسان ته تر ټولو نږدې دی، په لومړیو کې مو د یوې بیزو زړه انسان ته پیوند کړ، خو دا ډېر ګټور ثابت نه شو او نور لاملونه هم شته چې د خنزیر په اړه څیړنې وکړې.

بل خوا ناروغ له عملیاتو وړاندې په خبرو کې ویلي و، چې پوهېده دا په تیاره کې د غشي وارولو په څېر دی، خو د ده لپاره دا وروستی انتخاب و، چې یا مرګ ومني او یا زړه ورته پیوند شي.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …