کورپاڼه / جالب / په عراق کې یو زلمي د واده په ورځ په دې سبب خپله ناوې طلاق کړې، چې خرابې سندرې ته ګډېډه

په عراق کې یو زلمي د واده په ورځ په دې سبب خپله ناوې طلاق کړې، چې خرابې سندرې ته ګډېډه

په عراق کې یو د واده زلمي خپله ناوې له دې امله طلاق کړې، چې یوې داسې سندرې ته یې نڅا کوله، چې د هغه د خوښې نه وه.

د يوې بهرني خبري آژانس د راپور له مخې، د عراق د بغداد ښار يو شاه زلمي د واده په ورځ د نڅا کولو له امله خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړ.

په راپور کې راغلي دي، چې د عراقي شخص ناوې د واده په ورځ په سوریایي سندره (میسي تارا) نڅا کوله، د دې سندرې په پښتو مانا کابو کول یا کنترول کول دي.

کله چې ناوې په یاده سندره نڅا وکړه نو د واده زلمي او د هغه کورنۍ دومره غوسه شوه چې د واده مراسمو پرمهال یې جنګ او جنجال راغی او همالته یې طلاق ورکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې سندره د طلاق ور کولو پېښه لومړنۍ نه ده، بلکې له دې وړاندې په اردن کې هم یو شخص په یاده سندره د واده په ورځ خپله ناوې طلاق کړه.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …