کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د ظاهر خان لوبډلې هم په بیګ باش کې ماتې وخوړه

د ظاهر خان لوبډلې هم په بیګ باش کې ماتې وخوړه

نن په بیګ باش لیګ کې د ظاهر خان ۴ اورونو کې پرته له کومې ویکټې ۲۶ منډې ورکړې، نبي د خرابې کارکردګۍ له امله کېنول شوی او لوبډلې یې لوبه هم وبایلله.

د بیګ باش لیګ ۴۶مه لوبه د میلبورن رینګیډز او سېډني سېکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سېډني پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

سېډني سېکسرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې، د دوی له لورې جیک ایډوارډ ۴۰ او موسیس هینریکس ۴۹ زیاتې منډې وکړې.

د میلبورن رینګیډز له لورې کین ریچارډست او کمرون بواسي غوره توپ اچونه وکړه، هغه دوه-دوه لوبغاړي وسوځول او ورسره څنګ جوش لالور او ویل سویټرلېنډ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

میلبورن رینګیډز د ۱۵۱ هدف په تعقیب د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۰۵ منډې وکړې او په ۴۵ منډو یې ماتې وخوړه.

د دوی له لورې شان مارش ۳۹ زیاتې منډې وکړې. د سېډني سېکسرز لخوا بین دوارشیس ۵، سین اببوټ ۲، جیکسن بیرډ، هیډن کیر، ټوډ مورپي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …