کورپاڼه / جالب / په سویډن کې ډرون الوتکې د زړه د یوه ناروغ ژوند وژغوره

په سویډن کې ډرون الوتکې د زړه د یوه ناروغ ژوند وژغوره

په سویډن کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په مرسته یو ۷۱ کلن د زړه ناروغ وژغورل شو.

د بي بي سي د راپور له مخې، دغه ۷۱ کلن ناروغ ویلي، چې د خپل کور له مخې یې واورې لېرې کولې، چې ناڅاپه یې د زړه ضربان ودرېد او هرې خوا ورته تیاره ښکارېده.

هغه وایي، په دې دوران کې ډاکټر مصطفی علي له هغه ځایه په موټر کې تېرېده، نو سمدلاسه ودرېده او سمدستي یې طبي مرسته پیل کړ او هلته نږدې شخص ته یې وویل چې ایمرجنسي نمبر ته دې زنګ ووهي او هغه آله دې را وغواړي چې د زړه ضربان سموي.

ډاکټر مطصفی علي وایي، یوازې څو دقیقې وروسته د هغه پر سر کوم شی راښکته شو، چې و یې لېدل نو هغه ډرون و، چې د ناروغ لپاره یې آله راوړه او ژوند یې وژغوره.

د بي بي سي د راپور له مخې، په سویډن کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې په مرسته د زړه ضربان د سمولو آلې د رسولو تجربه له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې شوې وه.

دا هم ولولئ

یوې ښځې په محکمه کې له خاوند څخه د طلاق اخیستو قضیه اچولې؛ وایی میاشت کې یو ځل لامبي

یوې مصرۍ ښځې له خپل مېړه څخه په محکمه کې د طلاق غوښتنه کړې او …