کورپاڼه / کرکټ / راس ټایلر د مخه ښې پرمهال وژړل

راس ټایلر د مخه ښې پرمهال وژړل

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي راس ټیلر، چې له نړیوال کرکټ څخه یې د تقاعد اعلان وکړ، د مخه ښې وینا پر مهال احساساتي شو او له سترګو یې اوښکې هم راغلې.

راس ټایلر د خپل په زړه پورې کیریر په وروستۍ لوبه کې د بنګله دېشي لوبغاړي عبادت حسین ویکټ واخیسته او د هغه د مخه ښې لپاره د نیوزیلېنډ ټوله لوبډله راټوله شوه.

راس ټېلر د مخه ښې په وینا کې وویل، دا ډېره غوره وه چې خپل کیریر په بریا او یوې ویکټې پای ته رسوم، ما غوښتل چې خپل کیریر په بریا سره پای ته ورسوم او زما د کرکټ ملګرو همداسې وکړل.

راس ټیلر له لوبې وروسته وویل، موږ د لوبې په پیل کې تر فشار لاندې وو، خو کله چې مو منډې وکړې، نو موږ یې خورا پیاوړي کړو.

راس ټایلر د وینا پرمهال احساساتي شو او خپلې اوښکې یې نه شوای تم کولی، دا په دې لوبه کې لومړی ځل نه و، بلکې له دې وړاندې د ملي سرود پرمهال هم د ۳۷ کلن توپ وهونکي ټایلر له سترګو اوښکې روانې وې.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …