کورپاڼه / روغتيا / ولې د شپې پرمهال د پښو له درد سره مخ کېږو؟

ولې د شپې پرمهال د پښو له درد سره مخ کېږو؟

که د شپې په پونډیو، ورانه یاهم په پښو کې درد لرئ، دې درد ته (چارلي هارس) وایي، چې ډېری وخت د خوب پرمهال په پونډیو، ورانه او د پښو په عضلو کې سخت درد رامنځته کوي او له څو ثانیو نېولې ترڅو دقیقو پورې دوام کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي، که دا درد تر لسو ثانیو پورې هم دوام وکړي، نو هم ډېر سخت تمامېږي. که څه هم دا درد له ورزش څخه دمخه یا وروسته هم راپیدا کېږي او د بدن نور غړي هم ورسره په درد کېږی، خو ډېری وخت د خوب پرمهال په پښو کې وي.

ددې ډول درد په اړه لا تراوسه په واضحه توګه څه نه دي ویلي، خو ځینې سببونه ته یې اشاره شوې ده. د دا ډول درد تر ټولو عام سبب دادی، چې د بدن په عضلو ډېر فشار واردېږي یاهم د عضلو د ډېرو فعالیتونو په وجه رامنځته کېږي.

بله خوا تر ډېره کېناستنه، د وینې ناسم حرکت، ځانګړي درمل، ډېر ورزش، امیندواري، ډېر عمر، چاغښت او نور لاملونه لرلی شي. تر اوسه خو لا په واضحه توګه نه ده معلومه، چې د شپې پرمهال ولې دا ډول درد رامنځته کېږي، خو روغتیایي کارپوهان ځینې نظرونه بیانوي.

د ورځې پرمهال زیاته ناسته، ناسمه حرکتونه او د ډېر ورزش په سبب د عضلو ستړیا د پښو درد رامنځته کوي. دغه راز د وېده کېدو غلطه طریقه هم د پښو درد پیدا کولی شي.

د عضلو سم حرکتونه، په مناسبې طریقې سره فعالیتونه او له وېده دمخه د پونډیو او پښو مساج. دغه راز بدني حرکتونه هم له دې ډول درد څخه مخنیوي کوي، ځکه چې تر ډېره ناسته یا تر ډېره ودرېدنه په عضلو زور راوړي. بله خوا د ډېرو اوبو څښل هم په دغه ډول درد کې ګټور تمامېږي او روغتیایي کارپوهان وایي، چې دغه درد د بدن لپاره زیانمن نه تمامېږي.

که د شپې پرمهال له دغه درد څخه مخ شوې، خپلې ګوتې د بدن لور ته تاوې کړئ. که عضلې مو له درد سره مخ وې، نو له ګرمې ټوټې، مالش او واورې څخه هم ګټه اخیستلی شئ. دغه راز د شړشمو او زیتونو تېل هم مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …