کورپاڼه / هنر او کلتور / اجي دیوګن او عالیه بټ په (ار.ار.ار) فلم کې د لنډ رول لوبولو میلونونه فیس اخیستی

اجي دیوګن او عالیه بټ په (ار.ار.ار) فلم کې د لنډ رول لوبولو میلونونه فیس اخیستی

اجي دیوګن او عالیه بټ د راجا مولي په فلم (ار.ار.ار) کې، چې د باهو بلي مشهور یې هم لارښود کړی، د دوی د کیمیو رول لپاره په ملیونونو روپۍ فیس ورکړی دی.

د بالیووډ هنګامه ویبپاڼې د راپور له مخې، سرچینو څرګنده کړې چې عالیه بټ د (ار.ار.ار) فلم لپاره دومره معاوضه ترلاسه کړې، څومره چې هغوی په ممبۍ کې یې د نورو ډایرکټرانو څخه ترلاسه کوي.

سرچينې زياته کړې چې په (ار.ار.ار) فلم کې د عاليه بټ رول لنډ و، اداکارې د فلم په اوږدو کې د شل دقيقو لپاره په پرده راڅرګنده شوې او د دې لپاره یې ۹۰ مليونه روپۍ معاوضه اخيستې وه.

له بلې خوا په دې فلم کې د اجي دیوګن شتون یو ستونزمن حالت دی. که څه هم نوموړس په فلم کې د میلمه په توګه راڅرګند شوی، خو کرکټر د ودې او اغیزې له مخې هغه یو هېرو وو.

د سرچینو په وینا، اجي دیوګن په فلم کې د اوو ورځو لپاره د کار کولو په بدل کې ۳۵ کروړه روپۍ ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …