کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا د هند پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې په نهه ویکټو ۲۰۶ منډو ته اړتیا لري

سویلي افریقا د هند پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې په نهه ویکټو ۲۰۶ منډو ته اړتیا لري

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو په دریمه او وروستۍ لوبه کې د لومړۍ ورځې تر پای ته رسېدو سویلي افریقا په نهو ویکټو ۲۰۶ منډو ته اړتیا لري.

دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په کیپ ټاون کې روانه ده، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هندۍ لوبډلې کمزوری پیل واخیست پرلپسې یې ویکټې پرېوتې، په ټوله لوبډله کې یوازې ویرات کوهلي په دې وتوانېده چې نیمه سلیزه ووهي، خو د سلیزې ارمان یې لاهم نیمګړی پاتې شو.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۷.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۲۳ منډې یې وکړې. د دوی ویرات کوهلي ۷۹ او چیتشور پوجارا ۴۳ زیاتې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا کاګیسو رباډا ۴، مارکو جانسن ۳، ډوین اولیور، لانګي نیګډي او کیشو مهاراج ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا د هند ۲۲۳ منډو په ځواب کې د لومړۍ ورځ تر پایه ۸ اورونه ولوبول، یو ویکټ یې له لاسه ورکړې او ۱۷ منډې لري.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …