کورپاڼه / جالب / هغه مسلمان قوم چې سړي یې هم د ښځو په څېر ژوند کوي

هغه مسلمان قوم چې سړي یې هم د ښځو په څېر ژوند کوي

د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې داسې ډېرې ټولنې، لومونه او ملتونه شته چې کلتور، دودونه او د ژوند طریقه یې ډیری وختونه حیرانوونکي وي. همداسې یو قوم په اندونیزیا کې دی، دوی هلته د نورو مسلمانانو سره توپیر لري.

د واریا په نوم دغه قوم په اندونیزیا کې میشته ده او اندونیزیا په نړۍ کې ترټولو لوی مسلمان نفوس لري. د واریا ټولنه خپل دین او اصول په هماغه ډول عملي کوي لکه د نورو مسلمانو ټولنو خلک یې چې عملي کوي.

خو د دې ټولنې ځانګړنه دا ده چې خلک یې (حثیان) دي. هلته یو نارینه هم پیدا شي، نو د ښځو په څېر ژوند کوي او واریا ورته وایي او دوی په ۲۰۰۸ کال د خپلې ټولنې لپاره ځانګړې مدرسه هم جوړې کړې ده.

دا چې نارینه له ځان ښځې جوړوي، حیرانوونکې خبره ده خو د دې تر شا ځانګړی لامل شته. هغه خلک چې په دې ټولنه کې د بیولوژیکي پلوه نارینه زیږیدلي وي، هغوی فکر کوي چې روح یې ښځینه دی، نو دوی خپل ټول ژوند د یوې ښځې په توګه تیروي.

د دې مذهبي قوم خلک په جوماتونو کې له سختو ستونزو سره مخ وو، ځکه چې دوی تل په دې اختلاف درلود چې ایا د نارینه وو لپاره په لیکه کې ودرېږي، که د ښځینه وو په ډله کې. په ۲۰۰۸ کال کې د یوګیا کارتا په نوم په یوه ځای کې د واریا قوم لپاره یو جومات جوړ شو، چې اوس په کې په آرامۍ سره لمونځ کوي.

د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د لومړني ژوند ډېره برخه په اندونیزیا کې تېره کړې او هغه ښځه چې د اوباما پالنه یې کوله هغه هم واریا وه.

دا هم ولولئ

هغه نجلۍ نېول شوې چې د خپل پخواني ملګري د راګېرولو لپاره یې ۳۰ جعلي اکونټونه جوړ کړي و

یوې نجلۍ، چې د خپل پخواني ملګري د زنداني کولو لپاره یې په انستاګرام دیرش …