کورپاڼه / کرکټ / د ویسټ انډیز او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ دوه یوه ورځنۍ لوبه لغوه شوه

د ویسټ انډیز او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ دوه یوه ورځنۍ لوبه لغوه شوه

ټاکلې شوه چې تېره ورځ د ایرلېنډ او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ دوه لوبه ترسره شي، خو دا لوبه د کورونا وایروس له امله لغوه اعلان شوه.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ او ایرلېنډ کرکټ بورډ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د کنګسټون په سبینا پارک کې ټاکل شوې لوبه د کورونا د مثبتو پېښو له امله ځنډول شوې ده.

د معلوماتو له مخې، دواړه کرکټ بورډونه د لغوې شوې لوبې په بیا مهالویش خبرې او بحث کوي او د لوبلړۍ بشپړولو لپاره په ټولو امکاناتو غور کوي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې پنځه غړي د کورونا وایروس پایله مثبته وه، چې له هغې وروسته کرنتین شوي او د طبي متخصصینو لخوا تر څارنې لاندې دي.

د ویلو ده چې په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې ویسټ انډیز میلمه ایرلېنډ لوبډلې ته په ۲۴ منډو ماتې ورکړې وه. د ویسټ انډیز لپاره شمرا بروکس، چې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه یې وه، د ۹۳ منډو په جوړولو سره د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …