د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې مخکښ توپ وهونکي راس ټایلر د خپل ټیسټ کیریر په وروستي توپ د ویکټې په ترلاسه کولو سره په یادګاري ډول له کرکټ سره مخه وکړه.
د بنګله دیش پر وړاندې لوبه کې کله چې نیوزیلېنډ د ګټلو لپاره یوې ویکټې ته اړتیا درلوده، لوبډلمشر ټام لیتم، پرېکړه وکړه چې راس ټایلر توپ اچونه وکړي او هغه هغه په دریم توپ ویکټ ترلاسه کړه او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.
په دې سره راس ټایلر له اسټرالیا لوبغاړي ګلین میک ګرا وروسته دویم لوبغاړی شو، چې چې د خپل ټیسټ کیریر په وروستي بال ویکټ اخلي او ګلین میک ګرا د کرکټ په تاریخ کې هغه لوبغاړی دی چې د کرکټ په درې واړه فارمیټونو کې د خپل کیریر په وروستي توپونو ویکټې اخیستي.
ښي لاسي د میډل ارډر توپ وهونکي راس ټایلر د نیوزیلېنډ لپاره په ۱۱۲ ټیسټ لوبو کې د ۱۹ سلیزو او ۳۵ نیمه سلیزو په مرسته د ۴۴.۶۶ اوسط سره ۷۶۸۳ منډې جوړې کړې او غوره منډې یې په یوه پاڼۍ کې د ۲۹۰ منډو جوړول دي، چې دا کارنامه یې په ۲۰۱۵ کال د اسټرالیا پر وړاندې په پرت کې ترسره کړه.
نوموړی به د محدوده اورونو شپاړس کلن لوبېز ژوند د فبرورۍ په میاشت کې د اسټرالیا او اپریل کې د هالېنډ پر وړاندې له لوبلړۍ وروسته پای ته ورسوي.
نوموړي په ۲۳۳ یو ورځنیو لوبو کې د ۲۱ سلیزو او ۵۱ نیمه سلیزو په مرسته په ۴۸.۲۰ اوسط سره ۸۵۸۱ منډې جوړې کړې او په ۱۰۲ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې د ۷ نیمه سلیزو په مرسته ۱۹۰۹ منډې جوړې کړې دي.