کورپاڼه / کرکټ / کایل جیمیسن د بد اخلاقۍ له امله جریمه شو

کایل جیمیسن د بد اخلاقۍ له امله جریمه شو

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکی کایل جیمیسن د کرکټ نړیوالې شورل د اخلاقو د سرغړونې له امله جریمه شو.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې کایل جیمیسن د بنګله دیش پر وړانړې د کریسټ چرچ ټیسټ پر مهال د دوی له اصولو څخه د سرغړونې له امله د لوبې د فیس ۱۵ سلنه جریمه شوی.

جیمیسن د آی سي سي د اخلاقو له ۲.۵ مادې څخه سرغړونه کړې، دا ماده وايي چې د توپ وهونکي سوځولو په غبرګون کې ناوړه ژبه، حرکتونه یا اشارې کول، د توپ وهونکي لخوا توند غبرګون رامینځته کولی شي.

دا پېښه د لوبې په درېیمه ورځ د بنګله دېش د لومړۍ پاڼۍ په ۴۱م اور کې هغه مهال رامنځته شوه، چې کایل جیمیسن د یاسر علي له سوځېدو وروسته هغه ته نامناسبه ژبه وکاروله.

سربیره پردې، د جیمیسن په ریکارډ کې یو (ډیمیرټ پواینټ) هم اضافه شو، دا په ۲۴ میاشتو کې د هغه دریمه سرغړونه ده چې د هغه ټول نیمګړتیاوو یا تېروتنو درې نمرې شوې.

جیمیسن له دې وړاندې دوه سرغړونې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۳مه په کریسټ چرچ کې د بنګله دیش پر وړاندې په یوه ورځنۍ لوبه کې او د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۸مه په تورنګا کې د پاکستان پر وړاندې په یوه ټیسټ لوبه کې کړې وې.

کایل جیمیسن په خپل جرم اعتراف وکړ او د کرکټ نړیوالې شورا د لوبې ریفریانو د جیف کرو لخوا وړاندیز شوی جریمه یې ومنله، چې وروسته یې رسمي اوریدنې ته اړتیا نه وه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …