کورپاڼه / روغتيا / د بادرنګو په مرسته په دې ډول وزن کم کړئ

د بادرنګو په مرسته په دې ډول وزن کم کړئ

که غواړئ د ژمي په موسم کې د یوې اوونۍ دننه ۷ کیلو وزن کم کړئ، نو د دې لپاره د بادرنګو له غذایي رژیم ګټه واخلئ.

د بادرنګو غذایي رژیم یو لنډ مهاله غذایي رژیم دی چې د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي او په مرسته یې کولی شئ چې په اوه ورځو کې اوه کیلو وزن کم کړئ.

د بادرنګو غذایي رژیم او ځینې پروټین لرونکي خواړه لکه هګۍ، د چرګ هګۍ، ماهي او وچې مېوې سره یوځای کېږي، خو بادرنګ اصلي او دا نورې ضمني وي یعنې لږ استعمالېږي او له اوه ورځې زیات استعمال یې زیانمن وي او ښه خبره داده چې کابوهایډریټ لرونکي توکي هم ورسره استعمالولی شئ.

د دې غذایي رژیم پرمهال سهار دوه هګۍ له بادرنګ سره یوځای خوړل کېږي او د بادرنګ د خوراک اندازه قید او شرط نلري او که لوږې واخیستئ نو دوه بادرنګ وخوړئ.

د غرمې پرمهال له مستو او لېمو اوبو سره د بادرنګو سلاد وخورئ، که وږي شوئ نو د بادرنګو سلاد وخورئ. د شپې ایشېدلی یا د زیتونو په تېلو کې سور کړی چرګ له یوې پیالې ورېژو سره خوړلی شئ، خو بادرنګ باید ورسره وي او بله خبره دا چې یوازې ساده اوبه ورسره څښلی شئ.

دا هم ولولئ

هوږه او شات سره یوځای کړئ او حیرانوونکې ګټې ترې واخلئ

هوږه چې په هر ډول خوړو کې استعمالېږي، په هر یو کور او پخلنځي کې …