کورپاڼه / هنر او کلتور / هغه وخت چې د کپیل شرما شتمنې مرستیالې پر هغه زړه بایلود

هغه وخت چې د کپیل شرما شتمنې مرستیالې پر هغه زړه بایلود

د هند اوسني دور تر ټولو بریالي کامیډین کپیل شرما د لومړي ځل لپاره د خپلې مینې، له واده مخکې ننګونو او بیا د واده په اړه ټول حالات څرګند کړل.

کپیل شرما، چې د خپل کیریر په پیل کې له ماتې سره مخ شو، په هندي ټلویزیوني صنعت کې یې د خپلې خپرونې (کپیل شرما شو) په مرسته ریکارډ جوړ او په ۲۰۱۸ کال له (ګني چترات) سره واده وکړ او دوی اوس یوه لور او یو زوی لري.

کپیل شرما په دې وروستیو کې له یوې هندي مجلې سره مرکه کړې او ویلي یې دي:((مخکې له دې چې زه ګني ته نږدې شم، هغه د اداکارۍ په ډګر کې زما زده کوونکې وه او درې یا څلور کاله ځوانه، موږ دواړو په په یو کالج کې زده کړې کولې او ما د سوداګریزو هنرونو په برخه کې د فراغت سند ترسره کاوه.

کپل وايي:((ما به په نورو کالجونو په تیاترونو کې د جیب د لګښتونو لپاره ګډون کاوه، ګني زما ډېره ښه زده کوونکې وه، اوس له واده وروسته زما استاد ده. په ټوکو او ټکالو کې یې ډېره استاده ده، نو ځکه مې د ځان مرستیاله کړه.))

هندي کمېډين دا هم وایي:((څه موده وروسته پوه شوم چې زه یې خوښيږم، نو ما هغه راوغوښته او ورته مې وويل چې په هغه موټر کې چې ته راځې، هغه زما د ټولې کورنۍ د سپما څخه زيات ارزښت لري، نو زموږ ترمنځ داسې هیڅ هم امکان نلري.))

کپیل زیاتوي، له هغې وروسته مې هڅه وکړه چې د ګني د والدینو زړونه خپل کړم او ممبۍ ته راغلم او کله چې ممبۍ ته راغلم نو دلته مې (ګریټ انډین لافټر چیلنج) وګاټه او له هغې وروسته له ګني سره په اړیکه کې شوم او زما ملګرو د هغې له والدینو سره خبرې وکړې. د ګني والدینو زما له ګټې وټې خبر نه ول او بله دا چې زه هندو وم او هغوی سیکان او ما د هغوی په څېر پګړۍ نه په سر کوله.

نوموړی زیاته کړې، دا هر څه ورو ورو بدل شول، د ګني پلار د هغه خپرونه لیدل پیل کړل او پوه شو او غور یې وکړ چې دا سړی خو سم دی. په دې توګه کپل شرما په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې پخوانۍ ملګرې ګني سره واده وکړ او اوس دوه ماشومان لري.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …