کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ۲۰۲۱ کال له هغه پنځو کلونو څخه و، چې په ریکارډي ډول ګرم ول

د ۲۰۲۱ کال له هغه پنځو کلونو څخه و، چې په ریکارډي ډول ګرم ول

اروپایي ساینسپوهان وایی چې تیر کال، یعنې ۲۰۲۱ کال دومره ګرم و، چې تر اوسه په ریکارډ شویو پنځو ګرمو کلونو کې وګڼل شو.

د اروپایي ټولنې د کوپرنیکس د اقلیم بدلون خدمتونو د معلوماتو اداره رايور ور کوي او وایي چې په ۲۰۲۱ کې اروپا، شمالي امریکا او مدیترانې سمندر کې د تودوخې درجه په حیرانوونکې ډول زیاته شوې وه.

د ساینسپوهانو پر وینا، په ۲۰۲۱ کال کې په فضاء کې د کاربن ډای اکسایډ او میتان ګاز په کچه کې زیاتوالی راغلی دی، چې دا د چاپیریال لپاره خورا خطرناک دی.

کارپوهان وايي چې د تودوخې حیرانوونکس زیاتوالی دا په ګوته کوي، چې خلک باید د خپل ژوند لاره او طرز بدل کړي او د کاربن ډای اکسایډ د اخراج په کمولو سره د دوامدار پرمختګ اصول غوره کړي.

په راپور کې د کاربن ډای اکسایډ سربیره په میتان ګاز کې هم د پام وړ زیاتوالي یادونه شوې ده.

دا هم ولولئ

ناسا په مریخ کې له ستونزو سره مخ شوه

د ناسا فضایي بېړۍ (روور) په مریخ کې د یوې ډبرې نمونې د ترلاسه کولو …