کورپاڼه / روغتيا / طلاق د نارینه ژوند اوه کاله لنډوي

طلاق د نارینه ژوند اوه کاله لنډوي

طلاق د دې لامل ګرځي چې نارینه د زړه په ناروغۍ او د حافظې په ناروغیو اخته کړي او د عمر اوه کاله یې لنډ کړي.

څېړونکي وایي، شواهد ښیي چې نارینه د ژوند د ګډ ملګري په پرتله ډېر حساس وي او کله چې هغوس له لاسه ور کړي، نو ډیر ناامنه کیږي. هغه نارینه چې یوازې ژوند کوي خپل ځان ته لږه پاملرنه کوي او د میرمنو په پرتله د طبي ستونزو لپاره ډاکټر ته په تللو کې زړه نازړه وي.

دوی وایي چې طلاق له وړاندې د زړه ناروغیو او رواني ستونزو سره د ژوند لپاره جدي ګواښونه زیاتوي. څېړنې دا هم وایي د ښځو په پرتله د منځني عمر لرونکو کسانو کې د طلاق او یوازې اوسیدو په پایله کې روغتیایي ستونزې او مړینه زیاتېږي.

هغه کسان چې له اوو کلونو څخه زیات یوازې وي او لږ تر لږه دوه ځله یې اړیکې ختمې شوي وي، د هغوی په بدن کې د التهاب کچه لوړه وي، په داسې حال کې چې په ښځو کې داسې نښې نښانې نه موندل کېږي.

څیړنو ښودلې چې د ذهني فشار بیولوژیکي غبرګون د وخت څخه مخکې مړینې، د شریانونو سختیدل، د زړه حمله، فلج، سرطان او ډیمنشیا پورې اړه لري. هغه خلک چې د طلاق وروسته د اوږدې مودې لپاره یوازې ژوند کوي، په وینه کې د دوه کیمیاوي موادو انټرلیوکین۶ او سي-ري ایکټو پروټین په کچه کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راولي.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …