کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لویه ستونزه حل کړه؛ ډېر په زړه پورری اپشن رامنځته کوي

وټساپ د خپلو کاروونکو لویه ستونزه حل کړه؛ ډېر په زړه پورری اپشن رامنځته کوي

د پیغام رسونې تر ټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ په یو داسې اپشن کار پیل کړی، چې د اوږدو پیغامونو اورېدلو ته به د اپلیکیشن پرانیستي پرېښودو ته اړتیا نه وي او په بیګراونډ کې به غږیږي.

د وټساپ دننه سرچینې وایي، چې خلکو به د دې اپشن په فعالولو ټینګار کاوه، له دې وړاندې وټساپ د غږیز پیغام د سرعت کابو کولو لپاره اپشن هم رامنځته کړی و، چې خورا د ستاینې وړ وګرځېده.

اوس د عامو خلکو له ډېر ټینګار وروسته وټساپ ډېر ژر د یوه داسې ځانګړنې د رامنځته کولو په هڅه کې دی، چې په مرسته یې په بیګراونډ کې هم د غږیزو پیغامونو اورېدل شونی کوي.

په دې سره به د وټساپ کاروونکو وخت نه ضایع کېږي، ځکه چې غږیز پیغامونه به په بیګراونډ کې غږیږي او تاسو به د نورو ملګرو پیغامونه هم لېدلی شئ او په دې سره به د وټساپ اپلیکیشن کوم اپشن سره نښلولو سره اړتیا هم ونلري.

دا خبر لومړی د هغه ویبپاڼې له لورې خپور شوی دی، چې هر وخت د سافټویر او نورو برخو په اړه سم معلومات ورکوي، نو ځکه خو د تایید وړ دی او ډېر ژر به غږیز پیغامونه بیګراونډ کې واورئ.

دا هم ولولئ

د سپوږمۍ سطحه له څه شي جوړه شوې ده؟

یوې نوې څیړنې موندلې چې سپوږمۍ د سطحې طبقه د نیمه اوبه شوې یا ویلي …