کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص په دې سبب بانک ته اور اچولی چې قرض یې نه ورکاوه

په هند کې یو شخص په دې سبب بانک ته اور اچولی چې قرض یې نه ورکاوه

په افغانستان کې وروستیو بدلونونو نه یوازې مالي ستونزې راپیدا کړي، بلکې بانکي ستونزې هم رامنځته کړي او په همدې سبب ډېری هېوادوال نشي کولی چې خپلې پیسې ترلاسه کړي.

خو د هند اوسیدونکي بیا په دغه هېواد کې صبر نه دی شوی او هغه بانک، چې هغه ته یې قرض نه و ورکړی، اور ورته کړ.

د بهرنۍ رسنۍ د راپور له مخې، دا پېښه د هند كرناټكا ايالت په هاوره ولسوالۍ كې رامنځته شوې، چرته چې بانک د اسنادو تصديق كولو نه پس د قرض غوښتونكي غوښتنه رد کړه.

کله چې بانک د هغه غوښتنلیک رد کړ، نو دغه سړی ډېر په غوسه شو او د غوسې پر مهال یې بانک ته اور ورته کړ.

د راپور له مخې، د کرناټکا پولیسو هغه تورن شخص نیولی چې بانک ته یې اور اچولی او قضیه یې ثبت کړې ده.

دا هم ولولئ

یوې ښځې د خپل مېړه دوه ګوتې ماتې کړي، وایي دویم واده یې کاوه

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې یوې اسیايي مېرمنې د خپل مېړه د …