کورپاڼه / روغتيا / د ژمي موسم د انسان روغتیا ته حیرانوونکې ګټې رسوي

د ژمي موسم د انسان روغتیا ته حیرانوونکې ګټې رسوي

دا خبره نوره زړه ده، چې د ژمي په راتګ سره ډېرې زیاتې ناروغۍ هم رامنځته کېږي، چې عبارت دي له نزلې، زکام، ټوخي او حساسیت څخه. خو دا خبره به مو ډېره لږه تر غوږو شوي وي، چې د ژمي موسم د انسان په مجموعي روغتیا مثبت اغېزې لري.

د څېړنو له مخې، میکروبونه او بکټریاوې په ګرم او ویروسونه بیا په یخ موسم کې ډېره وده کوي. د څېړونکو پر وینا چې ددې مطلب دا نه دی چې د ژمي موسم یوازې ناروغۍ رامنځته کوي، بلکې د تودوخې په ټیټېدو سره د انسان بدن ته ګټه رسېږي. نو راځئ چې نن ورځ دغه ګټې دلته ولولو.

څېړونکي وایې ددې لپاره چې یو ښه او آرامه خوب ولرو باید د کوټې د تودوخې درجه مو ۱۸ سانتي ګریډیټه وي، یعنې په ذکر شوې درجه کې انسان آرامه خوب کولی شي. دغه راز د ژمي د شپو په اوږدېدو او د تیارې په سبب په طبیعي ډول هم آرامه خوب کولی شو.

د روغتیایي کارپوهانو پر وینا، د ژمي په موسم کې قدم وهنه د وزن په کمولو کې ډېره اغېزمنه تمامېږي. دغه راز د ژمي په موسم کې زموږ د بدن د تودوخې درجه په اسانۍ سره نه برابرېږي، چې په همدې وجه بیا ډېره کالوري مصرفیږي او د وزن د کمښت سبب کېږي.

د ژمي په موسم کې پوستکی له ځوانکو او داغونو څخه پاک کېږي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې په کمه تودوخه کې د پرېکړو کولو وړتیاوې ښه والی مومي.

د ژمي په موسم د انسان په طبیعت کې ښه والی رامنځته کېږي او د اوړي د موسم په پرتله انسان د تازه والي احساس کوي. دغه راز دا هم ویل کېږي چې د ژمي په موسم کې انسان په دماغي لحاظ ډېر متحرک وي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …