کورپاڼه / هنر او کلتور / د نجیبه فیض او عاطف اسلم په نوي اردو سریال (سنګ ماه) کې د پښتون قام سپکاوی شوی
عاطف اسلم او نجیبه فیض

د نجیبه فیض او عاطف اسلم په نوي اردو سریال (سنګ ماه) کې د پښتون قام سپکاوی شوی

د پاکستان مشهور سریال (سنګ ماه) چې تېره ورځ یې لومړۍ برخه په ټلویزیون باندې نشر شوې ده، که پاکستانیانو خوښه کړې ده، خو بلخوا پښتنو پرې نیوکې کړې دي.

د دغه سریال کیسه د پښتنو په یو دود (غږ) باندې لیکل شوې ده او په لومړۍ برخه کې یې هم د (غږ) دغه دود ښکاره کړی دی، چې له امله یې پښتنو په دغه سریال نیوکې کړې دي.

په دغه سریال کې په لومړي ځل مشهور پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم هم کار کړی دی او همدا راز د نورو اداکارانو ترڅنګ پکې مشهورې پښتنې اداکارې نجیبه فیض هم کار کړی دی.

په ټویټر باندې ډېرو پښتنو د دغه سریال په اړه ټویټونه کړي دي او د سریال جوړونکو نه یې پوښتنه کړې ده، چې د غږ کوم دود چې دوی د پښتنو په نوم په سریال کې وړاندې کړی دی، هغه خو دوی کله هم د پښتنو په سیمه کې نه دی لیدلی، نو دا کوم پښتانه دي چې دوی یې کیسه راخیستې ده.

د یادولو وړ ده چې د (سنګ ماه) سریال لومړۍ برخه په ټلویزیون د نشر کېدو نه وړاندې په پاکستان کې په سینماګانو باندې هم وړاندې شوې ده.

دا هم ولولئ

شویتا سینګ: د سشانت سینګ نیمګړي ارمانونه به پوره کوم

د بالیووډ ځوانمرګ اداکار سشانت سینګ راجپوت خور وایي، چې د خپل ورو نیمګړي ارمانونه …