کورپاڼه / کرکټ / ویسټ انډیز له ایرلېنډ سره شل اوریزه لوبې لغوه کړې او یوه ورځنیو لوبو ته یې بیا مهالویش جوړ کړ

ویسټ انډیز له ایرلېنډ سره شل اوریزه لوبې لغوه کړې او یوه ورځنیو لوبو ته یې بیا مهالویش جوړ کړ

د ویسټ انډیز او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ د درېیو لوبو پاتې دوه لوبې بیا له سره مهالویش شوې او دا کار وروسته له هغې وشو کله چې دویمه یوه ورځنۍ لوبه د کورونا په سبب لغوه شوه.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې تېره ورځ د ایرلېنډ او ویسټ انډیز ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ دویمه لوبه ترسره شي، خو د کورونا وایروس د مثبتې پېښو له امله لغوه او په بیا مهالویش کې یوازینۍ شل اوریزه لوبه هم له پامه غورځول شوې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ لومړۍ لوبه ویسټ انډیز په ۲۴ منډو ګټلې وه، چې په بریا کې یې شمرا بروکس مهم رول ولوباوه او باید یاده کړم چې دا لوبې د نړیوال جام سوپر لیګ سیالۍ دي.

اوس به د نوي مهالویش له مخې پاتې دوه یوه ورځنۍ لوبې د پنجشنبې او یکشنبې په ورځ ترسره شي او دا چې یکشنبه یوازینۍ شل اوریزه لوبه مهالویش شوې، هغه د ویسټ انډیز د بوخت مهالویش له مخې بېخي نه ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې ویسټ انډیز د جنورۍ په ۲۲مه په بارباډوس کې له انګلستان سره د پنځه شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …